په غزني ولایت کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۱۰:۲۸
لبس

د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې «د توچي لومړني ښوونځي» نوې ودانۍ له رغولو وروسته، د پوهنې ریاست مشرتابه، جیدو علماوو او قومي مشرانو په حضور کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

دغه ښوونځی چې ۶ درسي خونې، یوه اداري ځانګه، د برېښنا سیسټم، د پاکو اوبو یو حلقه څاه، لوبغالی او اړینو محلقاتو په لرلو سره په ۴ جرېبه ځمکه کې جوړ شوی او په یو وخت کې د ۳۰۰ تنو زده کوونکو ظرفیت لري.

د ياد ښوونځي ودانۍ د یو تن معارف دوست شخص له لوري د ۱،۳ میلیونه افغانیو په مالي مرسته جوړه شوې ده

د پوهنې وزارت مشرتابه، تل د پوهنې په برخه کې د هېوادوالو په ځانګړې توګه د غزني ولایت د خلکو له مرستو او همکاریو مننه او قدرداني کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۳۶
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې مهمو خبرونو لنډیز

۱- د لوګر ولایت د مرکز پل‌علم ښار ده‌مغلان کلي اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت د ده‌مغلان منځني ښوونځي لپاره دوه درسي ټولګي جوړ کړي دي.
د مسوولینو په وینا، د یادو درسي خونو جوړولو لپاره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۳
Background image

پوهنې وزارت له لوري د ثانویه او مافوق ثانویه مرحلو ازموینې ترسره شوې

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت د استعدادونو ارزونې ریاست له لوري په ۲۲ ولایتونو کې د تحصیلي کچې د تثبیت په موخه د ثانویه او مافوق ثانویه مرحلو ازموینې په منظم او روڼ ډول ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۲:۳
Background image

لوګر ولایت کې یوه ښوونځي ته د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت دوې درسي خونې جوړې شوې

د لوګر ولایت د مرکز پل‌علم ښار ده‌مغلان کلي اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت د ده‌مغلان منځني ښوونځي لپاره دوه درسي ټولګي جوړ کړي دي.
د مسوولینو په وینا، د یادو درسي خونو جوړولو لپاره شاوخوا. . .

BACK TO NEWS