په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند زبیر ابن عوام مدرسې نوې ودانۍ د سیمې د اوسېدونکو په مالي همکارۍ د درې میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او د پوهنې ریاست مسوولینو او د سیمې د اوسېدونکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
ياده نوې ودانۍ څلور درسي ټولګي، یوه اداري خونه، پخلنځی او یو لوی دهلیز لري، چې په جوړېدو سره يې طلابو ته مناسب او معیاري ښوونیز چاپېریال برابر شو٠
