په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۶
4654

د غور ولایت دولینه ولسوالۍ په اړوندو کې د “خاک‌یارک” لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړېدو لپاره د بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، علماء کرامو، قومي مشرانو او د زده‌کوونکو د اولیاوو په حضور کې کېښودل شوه.
د دولینه ولسوالۍ پوهنې آمر په وینا، دغه ودانۍ به د شاوخوا ۶ سوه زره افغانیو په لګښت د سیمې د علم‌پالو خلکو په مالي مرسته جوړه شي.
 یاده ودانۍ به شپږ درسي خونې ولري، چې د سیمې د ماشومانو لپاره به مناسب او منظم تعلیمي چاپېریال برابر کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS