په غور کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ «کجيجوی» لېسې نوې جوړه شوې ودانۍ د پوهنې مسوولینو په حضور کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ ۸درسي ټولګي لري، چې د ۵۲۰ زره افغانیو په لګښت د دغې ولسوالۍ د معارف دوسته ولسونو په مالي ملاتړ او همکارۍ جوړه شوې ده.
د غور پوهنې رئیس د یادې ودانۍ د پرانیستې پر مهال د سیمې د اوسېدونکو همکاري او ملاتړ د پوهنې د ودې او پراختیا په برخه کې ارزښتناک وباله او ویې ویل، چې د ښوونیزو زیربناوو جوړول او پراختیا، زدهکوونکو ته د مناسب ښوونیز چاپېریال برابرول او د تعلیمي مرکزونو د ستونزو هوارول د پوهنې وزارت له لومړیتوبونو څخه دي.
