په فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۴/۳۰ - ۰:۱۳
hd

د فاریاب ولایت ګرزیوان ولسوالۍاړوند د قلعه خواجه کُردي ښوونځي بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي طاهر جواد له خوا کېښودل شوه.

په پلان کې ده، د یاد ښوونځي ودانۍ د ۱۹،۶ مېلیونه افغانیو لګښت سره په پاخه او اساسي ډول ورغول شي، چې پیسې یې د پوهنې په برخه کې د یو همکار بنسټ له خوا ورکول کېږي.

په یادو مراسمو کې د پوهنې رئيس له خلکو او علماوو وغوښتل، تر څو د پوهنې وزارت او د فارياب ولايت پوهنې رياست له پروګرامونو سره مادي او معنوي ملاتړ وکړي.

بل خوا يو شمېر نورو کسانو د هېواد له پوهنیزنظام څخه خپل هر ډول ملاتړ اعلان کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۵۲
Background image

د کابل ښار په ۱۰ ښوونیزو مرکزونو کې د ساینس ټولګیو ازمایښتي پړاو پلی کېږي

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز، د ساینسي زده‌کړو د پیاوړتیا د نوې ټکنالوژۍ د اغېزمنې کارونې او د ساینس مضمون د عملي او اغېزمن تدریس لا جذابیت په موخه، د کابل ښار په ۱۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۵۰
Background image

په هرات کې له یوې لېسې سره د څه کم ۵۰۰ زره افغانیو مرسته شوې

د هرات ولایت مرکز اړوند شیرین عظیم لېسې د تعلیمي وضعیت لاښه والي په موخه، د پوهنې‌دوستو کسانو او د یاد ښوونځي د ښوونیزې شورا غړو له لوري ۴۷۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
پورته ذکر شوې مرسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د اسنادو او اړیکو رئیس غزني ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د اسنادو او اړیکو رئیس محترم مولوي محمدرحیم ایوب له خپل مل پلاوي سره غزني ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له مسوولینو سره د نویو ښوونکو د ګمارنې لارښود د پلي کېدو د. . .

BACK TO NEWS