په فاریاب کې د پوهنې ریاست اداري کارکوونکو ته څلور ورځنی مسلکي روزنیز پروګرام پرانیستل شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۹:۵۹
عنتا

د پوهنې وزارت د داخلي تفتیش ریاست پلاوی، چې مشري یې د یاد ریاست رئیس محترم قاري عتیق‌الله مؤذن کوي، د رسمي سفر په ترڅ کې فاریاب ولایت ته ورسېد او هلته یې له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالله رحماني سره وکتل.
همداراز، د پوهنې وزارت د داخلي تفتیش رئیس د خپل سفر په لړ کې د فاریاب ولایت د پوهنې ریاست د مرکزي هستې د ۴۰ تنو کارکوونکو لپاره د تفتیش، مالي، تدارکاتو، خدماتو او د عقودو د قانون په برخو کې څلور ورځنی د مسلکي ظرفیت لوړونې پروګرام پرانیست.
د دغه پروګرام موخه د کارکوونکو د مسلکي پوهاوي کچې لوړول، د کاري ظرفیت پیاوړتیا، د تخصصي مهارتونو پراختیا او په یادو برخو کې د اداري او مالي اصولو، کړنلارو او مقرراتو په اړه د هغوی د پوهې زیاتول دي، څو له دې لارې د اجراآتو کیفیت ښه، روڼتیا تأمین او اداري چارې په اغېزمنه توګه پرمخ یووړل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۱:۴۲
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې یوې اوونۍ مهم فعالیتونه

(د ۱۴۰۵ لمریز کال د لړم/ عقرب میاشتې له ۹مې تر ۱۴مې نېټې پورې)

تېره اوونۍ، د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د خواجه عبدالله انصاري ښوونځي له ښوونکو او زده‌کوونکو سره علمي او اصلاحي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۱:۱۴
Background image

په ننګرهار کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د ننګرهار ولایت مهمند درې ولسوالۍ اړوند منګل لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د یوه خیریه بنسټ لخوا د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۰:۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیا
د پکتیا ولایت احمدآباد ولسوالۍ اړوند سلام‌خېل لېسې لپاره د ۲۴ زره افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا اسانتیا برابره شوه.

تخار
د تخار ولایت د خواجه بهاءالدین ولسوالۍ  کتکجیر لېسې. . .

BACK TO NEWS