د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې یوې اوونۍ مهم فعالیتونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۱:۴۲
2

(د ۱۴۰۵ لمریز کال د لړم/ عقرب میاشتې له ۹مې تر ۱۴مې نېټې پورې)

تېره اوونۍ، د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د خواجه عبدالله انصاري ښوونځي له ښوونکو او زده‌کوونکو سره علمي او اصلاحي پروګرام، په حدیقة العلوم خصوصي ښوونځي کې اصلاحي برنامه او په افغان ترک اریانا عالي لېسې کې علمي او اصلاحي سیمینارونه جوړ کړل. 
سربېره پر دې، د کابل ښار ښوونکو ته یو ورځنی علمي، اصلاحي او روزنیز پروګرام هم وړاندې شوی دی.
په ورته وخت کې، د کابل ښار د تعلیمي حوزو د دعوت او ارشاد آمریتونو له لوري په ګڼو امارتي او خصوصي ښوونځیو، مدرسو او تعلیمي مرکزونو کې د دعوت او ارشاد د نصاب تدریس، اصلاحي بیانونه او روزنیز پروګرامونه ترسره شوي دي. په دغو پروګرامونو کې د لمانځه د الفاظو د سم ادا کولو، د سیرت او صورت د اصلاح، د حجاب د رعایت، د نارینه‌وو او ښځینه‌وو د اختلاط د مخنیوي، د ښوونیز یونیفورم د مراعاتولو او په جماعت سره د لمانځه د ادا کولو په اړه ښوونکو، زده‌کوونکو او اړوندو مسوولینو ته لازمې دیني او اصلاحي لارښوونې شوې دي.
دغه راز، د دعوت او ارشاد ریاست په مرکزي دفتر کې د کارکوونکو د ورځني حضور، سیرت او صورت، درسي حلقو او په جماعت سره د لمانځه د ادا کولو بهیر په منظم ډول څارل شوی، څو د کاري نظم، دیني ژمنتیا او اداري مسوولیتونو د سم ترسره کېدو ډاډ ترلاسه شي.
د راپور له مخې، په مرکز او ولایتونو کې په ټولیز ډول له ۴۰۹ ښوونیزو مرکزونو څخه څارنه ترسره شوې ده. 
همدارنګه، د تېرې اوونۍ په اوږدو کې د ازموینو پایلې توحید او ترتیب شوې، د مبلغینو شهرتونه چمتو او درسي مواد له اړوندو چارواکو سره شریک شوي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۱:۵۱
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت شهربزرګ ولسوالۍ اړوند یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د ۱۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه شوې، د پوهنې مسوولینو، د سیمې د مشرانو او یو شمېر اوسېدونکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۱:۴۹
Background image

د بامیان ولایت په پنجاب ولسوالۍ کې یوه مدرسه پرانیستل شوه

د بامیان ولایت د پنجاب ولسوالۍ «سرخ‌زمین میان‌کاوک» کلي کلیوالي لومړنۍ دیني مدرسه د پوهنې وزارت له لوري پرانیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم قاري عنایت‌الله سهار د دیني او ساینسي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۱:۴۷
Background image

په کندوز کې د یوه دارالعلوم د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د کندوز ولایت چهاردرې ولسوالۍ اړوند د نوآباد کلي نعمانیه دارالعلوم د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د پوهنې وزارت د احصائیې د رئیس محترم الحاج مولوي بسم‌الله نعماني او د سیمې د مشرانو په حضور کې،. . .

BACK TO NEWS