په کندوز کې د یوه دارالعلوم د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه
د کندوز ولایت چهاردرې ولسوالۍ اړوند د نوآباد کلي نعمانیه دارالعلوم د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د پوهنې وزارت د احصائیې د رئیس محترم الحاج مولوي بسمالله نعماني او د سیمې د مشرانو په حضور کې، د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په لګښت سره کېښودل شوه.
یاده ودانۍ به د سیمې د اوسېدونکو په مالي مرسته په اساسي او پاخه ډول جوړه شي، چې ۸ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې او نورې اړین ملحقات به ولري.
