په لوګر کې د یو باب ښوونځي لپاره د څښاک پاکو اوبو سیسټم فعال شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۲:۲۱
214

د لوګر ولایت بره‌کي برک ولسوالۍ اړوند د عمران خېل ښوونځي لپاره د څښاک پاکو اوبو رسولو سیسټم جوړ او فعال شو.

یاد سیسټم د دوو تنو سیمه ییزو اوسېدونکو (سییر قریشي او سمسور) په مالي ملاتړ فعال شو، چې شاوخوا ۶۴ زره ۳۰۰ افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

د همدغه سیسټم فعالولو لپاره، د ۶۲ متره په ژوروالي یو حلقه څاه کیندل شوې او ۴ لمریز تختې پرې نصب شوې، چې د ادارې له ۴۰۰ تنو څخه زیاتو منسوبینو او زده‌کوونکو ته یې د څښاک پاکې اوبه برابرې کړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS