په لوګر کې له راستنېدونکو ماشومانو څخه د ښوونیزې سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه
د لوګر ولایت پوهنې ریاست، د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو د زدهکړې کچې معلومولو په موخه له ۵۶ تنوڅخه ازموینه واخیسته.
یاده ازموینه په شفاف او عادلانه ډول ترسره او ټاکل شوې چې ګډونوال به د خپلې ښوونیزې کچې له مخې د لوګر ولایت د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې له اووم تر یوولسم ټولګي پورې جذب شي.
