په لوګر کې له یوې لېسې سره ۴۰۰ ډالره نغدي مرسته وشوه
د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ اړوند زاهدآباد کلي د محمدجان خان هلکانو لېسې سره د شهید محمدجان خان کورنۍ له لوري ۴۰۰ امریکايي ډالره نغدي مرسته وشوه.
یاده مرسته به د لېسې د کمپیوټر خونې لپاره د اړینو کمپیوټرونو او نورو تجهیزاتو پېرلو په موخه په شفاف ډول ولګول شي.
