پکتیکا کې د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه
د پکتیکا ولایت شخیلاباد ولسوالۍ اړوند «خیرالمدارس» دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې د سیمهییزو خلکو په ۲۰۰ زره افغانیو مالي ملاتړ پیل شوې وې، بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
یاده ودانۍ درې درسي ټولګي لري او په پایله کې یې لسګونو طلابو ته د زدهکړې مناسب چاپېریال برابر شو.
