په مرکز او ولایتونو کې د پوهنې خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۰ - ۱۲:۴۳
په مرکز او ولایتونو کې د پوهنې خبرونه

هرات:
د هرات ولایت د خصوصي ښوونځیو د اتحادیې په استازیتوب د سیرت النبی سیالۍ د ۳۶۰۰ خصوصي او دولتي ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) له سیرت او سنت سره د زده کوونکو د ښه پوهاوي په موخه ترسره شوې. په دې غونډه کې چې د پوهنې ریاست مسوولینو، علماوو، د دغه ولایت د خصوصي ښوونځیو مسوولینو او مدیرانو ګډون کړی و. د هرات د پوهنې رييس د اسلام د ستر پيغمبر د سيرت په باب د خبرو په ترڅ کې د هرات ولايت د خصوصي ښوونځيو له اتحاديې څخه د دغې سيالۍ د پيل له امله مننه او قدرداني وکړه.
دایکندي:
د دايکنډي ولايت د پوهنې ريس مفتي رحمت الله مدثر او ورسره ملګري پلاوي يې د دغه ولايت د سيوک شیبر له ښوونځيو څخه ليدنه وکړه، د يادو ښوونځيو د اداري او تدريسي مسايلو د ارزولو ترڅنګ يې د ديني او معاصرو علومو په حاصلولو او په ښوونځیو کې د اسلامي شریعت د اصولو په مراعتولو باندې یې تینګار وکړ.
همدا ډول:
د دایکنډي ولایت د پوهنې ریاست د سواد زده کړې آمریت له خوا د دغه ولایت په نیلي ښار کې د سواد زده کړې د ارزښت په اړه تبلیغاتي کمپاین ترسره شو، چې په ټولنه کې د سواد د اهمیت په اړه پیغام لرونکي بینرونه او پوسټرونه د ودانیو پر دیوالونو ولګول شو.
کابل:
د کابل ولایت د پوهنې د څارنې کمېټې غړو د بونیه قره لومړني ښوونځي د اداري او تدریسي اسنادو د کتلو ترڅنګ د زده کوونکو د علمي کچې ارزونه هم وکړه او د دې لېسې ښوونکو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې.
فراه:
د فراه د پوهنې د څارنې ټیم د برنکتوت، نوبهار او رج لېسو له تدریسي او اداري چارو څخه څارنه او کتنه وکړه او د دغو لېسو زده کوونکي یې درس او زده کړې ته وهڅول او استادان یې په صداقت او زړه سواندۍ سره خدمت ته وهڅول.
نورستان:
د نورستان د پوهنې ریاست د څارنې آمر رحمت الله مبارز د یوه پلاوي په ملتیا د دغه ولایت دواب ولسوالۍ ته سفر وکړ، د ۲۲ ښوونځیو د اداري او تدریسي چارو د ارزونې په ترڅ کې یې د دغو ښوونځیو له مسوولینو سره وکتل او له هغوی یې وغوښتل چې د ښوونځیو د لا ښه والي په برخه کې هڅې وکړي. او له هغوی یې وغوښتل، ترڅو د زده کړو د کیفیت او کمیت په اړه کار وکړي، د بیت المال له وسایلو سره دې له احتیاطه کار واخلي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې له ۴۰ زرو څخه زیاتو زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت اړوند ۲۸۹ بابه ښوونځیو د لومړي څخه تر پنځم ټولګي شاوخوا ۴۱ زره او ۸۸۰ تنو زده‌کوونکو ته، ټولټال ۲۰۹۲کڅوړې درسي مرستندویه توکي د څه کم ۱۹۳ زره ډالرو په ارزښت د یوه همکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د زابل ولایت په یوه ښوونځي کې د نویو درسي ټولګیو بنسټ کېښودل شو

د زابل ولایت شملزي ولسوالۍ مرکزي لېسې لپاره د ۷ بابه درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ، په ۱۰ جریبه وقف شوې ځمکه کې کېښودل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو

د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه «رحمه الله علیه» په نوم دیني مدرسې لپاره د ۳ کیلوواټه ظرفیت لرونکې لمریزې برېښنا سیسټم د ۴۰ زره افغانیو په لګښت فعال شو.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS