په میدان وردګ کې د ښوونکي ورځ ولمانځل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۵ - ۱۲:۵۸
په میدان وردګ کې د ښوونکي ورځ ولمانځل شوه

د پوهنې وزارت_میدان وردګ: د میدان وردګ ولایت د پوهنې ریاست له لوري د ښوونکي نړیواله ورځ د یو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.
په هغه غونډه چې په همدې موخه جوړه شوي وه دمیدان وردګو والي جنرال مظفر الدین یمین ، ولایتي شورا رئیس او غړو، امنیه قوماندان، ادارو رییسانو او مامورینو، قومي مشرانو، ښوونکو، زده کوونکو، ځوانانو او خویندو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې دپوهنې رئیس دوکتور محمد سعید منصور ټولو ګډونوالو ته دښه راغلاست تر څنګ دښوونکو په نماینده ګی هر اړخیزه وینا وکړه او دښوونکو په نوم د لوی چوک، دښوونکو لپاره دښارګوټو جوړولو او توزیع کولو وړاندیز یې وکړ.
دپروګرام په لړ کې دمیدان وردګو والي جنرال مظفر الدین یمین، ولایتي شورا رئيس الحاج اخترمحمد طاهري او امنیه قوماندان مل پاسوال محمد وییس صمیمي په خپلو خبرو کې د ښوونکي اهمیت، اړتیا او مقام په اړه ویناوې وکړې، دغه راز یې ښوونکی د ټولنې او هېواد یو صادق او ریښتنی خدمتګار یاد کړ.
همداراز د زده کوونکو لخوا د ښوونکي مقام، اهمیت او په ټولنه کې د ښوونکي د اړتیا په پار بېلابېلې ترانې او مقالې ولوستل شوې
دپروګرام په پای کې دولایت مقام او پوهنې ریاست لخوا دټولو ښوونکو په نماینده ګی ۳۰ ښوونکي تقدیر او تشویق کړل همداراز دولایت مقام له لوري دپوهنې رئیس دوکتور محمد سعید منصور ته دپوهنې په برخه کې دښو کړنو او لاس ته راوړنو په اساس دعزت پګړی ور په سر کړل شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱۷
Background image

په لغمان ولایت کې د یوې مدرسې لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت فرشغان ولسوالۍ اړوند ماشکندي کلي په سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه دیني مدرسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
یاده وداني پر هغه ځمکه جوړېږي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱۰
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونکو لپاره د وړتيا لوړونې روزنیزه برنامه پیل شوه

د بامیان ولایت په پنجاب او یکاولنګ ولسوالیو کې د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی روزنیز پروګرام د ۹۳ تنو ښوونکو لپاره په جلا او هم‌مهاله توګه پیل شو.
په ياد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۰
Background image

د روان کال په لومړۍ ربع کې د بامیان ولایت له پوهنې سره نږدې ۴ میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست راپورونو له مخې، د ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړۍ ربع کې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له یو شمېر تعلیمي مرکزونو سره د ۳ میلیونه، ۷۵۲ زره او ۳۵۰ افغانیو په. . .

BACK TO NEWS