په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ شو
د میدان وردګ ولایت د حصه اول بهسودو ولسوالۍ دهن حصار لېسې لپاره د پوهنې مینهوالو او د ښوونځي د اداري شورا په همکارۍ د لمریزې برېښنا سیسټم او د کمپیوټر یو ټولګی جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د معلوماتو له مخې، د لمریزې برېښنا سیسټم لګښت ۵۳ زره او ۵۰۲ افغانۍ او د کمپیوټر ټولګي، چې پنځه پایې کمپیوټرونه لري، د جوړولو لګښت شاوخوا ۳۰ زره افغانۍ راغلی دی.
