په ننګرهار ولایت کې د یو باب ښوونځي احاطوي دېوال بشپړ شو

د ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ" د اتفاق فامیلیانو" ښوونځي ۱۶۰ متره اوږد احاطوي دېوال کارونه، چې دوه اونۍ وړاندې د یادې ولسوالۍ یو تن علمپاله شخصیت محترم ډاکټر محمد کریم په مالي مرسته پیل شوي وو، اوسمهال د ۱۷۸ زره۶۰۰ افغانیو په لګښت بشپړ او د یوې غونډې په ترڅ کې چې د پوهنې چارواکو، د خلکو استازو او د همدغې ولسوالۍ قومي مشرانو پکې ګډون کړی و، پرانیستل شو.