په ننګرهار کې د یوې مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې
د ننګرهار ولایت کامې ولسوالۍ اړوند مولوي عباس مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې د پوهنې وزارت له داخلي بودیجې څخه د ۵۳۰ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
ټاکل شوې ده، چې د دغې پروژې ودانیزې چارې د یوه خصوصي ساختماني شرکت له لوري ترسره او د پلي کېدو بهیر به یې د پوهنې وزارت د ودانیو د ساتنې او مراقبت ریاست لخوا وڅارل شي.
