په نورستان ولایت کې د ساینسي مضمونونو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړولو ۸ ورځنی سیمینار جوړ شو 

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۴:۳۰
یبربطز

د پوهنیز کیفیت لاښه والي او د ښوونکو علمي او عملي ظرفیتونو لوړولو په موخه، د نورستان ولایت مرکز پارون ښار کې د ښوونځيو ښوونکو لپاره د ریاضي، فزیک، کیمیا او بیولوژي مضمونونو په برخه کې ۸ ورځنی روزنیز سیمینار جوړ شو.
یاد روزنیز سیمینار په رسمي ډول د پورته ذکر شویو ولسوالیو د پوهنې چارواکو او د ساینس مرکز علمي غړو په حضور کې پرانیستل شو.
د پوهنې ریاست چارواکو، د پوهنیز سیسټم په پیاوړتیا کې د ښوونکو په بنسټیز رول ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ښوونکو مسلکي مهارتونو لوړول د پوهنې وزارت له اساسي لومړیتوبونو څخه دي او د داسې روزنیزو پروګرامونو ترسره کول د تدریسي مېتودونو په ښه کولو، د مسلکي پوهې کچې لوړولو او د زده‌کوونکو د زده‌کړې کیفیت پیاوړتیا کې اغېزمن رول لوبوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه جوړه شوه

د لغمان ولایت د دولت‌شاه ولسوالۍ په کچه د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د ښوونځیو ۸ تنه څارندوی ښوونکو او ۲۰ تنه زده‌کوونکو ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۹
Background image

د میدان وردګ ولایت په یوه ښوونځي کې د بیارغونې چارې بشپړې شوې

د میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ اړوند د حضرت عمر فاروق «رضی الله عنه» لېسې د انګړ داخلي لارو په ډبرو فرش کولو چارې، د سیمې د علم‌پروره هېوادوالو په مالي ملاتړ، د ۵۳۸ زره او ۶۱۰ افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۰
Background image

رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې ده چې د کابل ښار پوهنې ریاست له ښوونیزو حوزو سره په همغږۍ، د زمري ۲۴مه «یوم‌الفتح» تاریخي ورځ په حبیبیې او غازي لېسو کې د شاندارو مراسمو سره ونمانځي.
وخت: ۱۴۴۸/۲/۲۸هـ ق (۱۴۰۵/۵. . .

BACK TO NEWS