په نیمروز ولایت کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د نیمروز ولایت په مرکز شریف آباد سیمه کې د جمالالدین عرب لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې مرستندویه ادارې په مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې چارواکو، دیني علماءکرامو او سیمه ییزو مخورو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د ښوونځي دغه ودانۍ، چې د یو پوړ سره په ۱۵۰۰ متره مربع ساحه کې جوړه شوې، ۶ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، یو کتابتون، ۲ د اوبو څاګانې، ۳ تشنابونه او نورې اړینې اسانتیاوې لري.
د نیمروز ولایت پوهنې مسئولینو په وینا، د ښوونځي له دغې نوې ودانۍ سره د سیمې ۸۹۴ تنو ماشومانو ته خوندي او مناسب چاپېریال برابر شو.