په هرات ولایت کې له شاوخوا ۳۰۰ تنو م/جاهدینو  څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۷
65156

د هرات ولایت پوهنې ریاست، له هغو ۲۹۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د یاد ریاست مسئولینو د ازموینې له بهیر څخه د څارنې پر مهال، د دې پروسې له روڼتیا او عدالت څخه د ډاډ ترڅنګ ټینګار وکړ، چې ټول پړاوونه د ټاکل شوې کړنلارې او اصولو سره سم عملي کېږي.
همدارنګه هغوی زیاته کړه: هغه کسان چې پورته ذکر شوې ازموینه په بریالیتوب سره تېره کړي، د پوهنې وزارت د طرزالعمل له مخې به له نهم څخه تر دولسم ټولګي (شپې لېسه) کې شامل او د زده‌کړو د دوام زمینه به ورته برابره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د ښوونځیو مسئولینو ته درې ورځنی سیمینار ترسره شو

د نیمروز ولایت دلارام ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو مدیرانو او سرښوونکو ته د «اغېزمنې زده کړې او ښوونې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یادې ولسوالۍ پوهنې مسئولین وایي، دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت په ښوونځیو کې مستحقو کارکوونکو ته د خوراکي توکو کڅوړې ووېشل شوې

یوې خیریه ادارې په سرپل ولایت کې د ښوونځیو ۴۰۰ تنو مستحقو کارکوونکو، ښوونکو او خدمتي کارکوونکو ته د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د خوراکي توکو کڅوړې ووېشلې.
د یادو مرستو د وېش مراسمو په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۰
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین علمي اثر چاپ او خپور شو

د سترې محکمې د پخواني مرستیال او د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې اوسني معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني لخوا «د کورني نظام لارښود او د مېړه او مېرمنې د بېلتون احکام» تر سرلیک لاندې علمي. . .

BACK TO NEWS