په هرات کې یوه ښوونځي ته شپږ درسي ټولګي جوړ شول
د هرات ولایت مرکز اړوند عاصم ښوونځي لپاره د شپږو درسي ټولګیو جوړولو چارې، چې ۳۲۰ زره افغانۍ لګښت پرې راغلی، د یاد ښوونځي د تعلیمي شورا له لوري بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادو درسي ټولګیو د پرانیستې په مراسمو کې د پوهنې مسوولینو د ښوونځي د شورا له هڅو ستاینه وکړه او زدهکوونکو ته یې د ښوونې او روزنې لپاره د غوره زمینې برابرولو، د مناسب ښوونیز چاپېریال رامنځته کولو او له پوهنیزنظام سره د خلکو د همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.
