په بلخ کې پر یو شمېر ښوونکو د درسي مرستندویه توکو کڅوړې ووېشل شوې
د یوه همکار بنسټ په ملاتړ، د بلخ ولایت د ښوونځیو پر ښوونکو د درسي مرستندویه توکو ۵۸۰ کڅوړې ووېشل شوې.
د دغو بستو ټولیز ارزښت ۳ میلیونه ۸۸۲ زره او ۳۲۰ افغانۍ کېږي.
د پوهنې ریاست مسوولینو د همکارو بنسټونو له ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ، دغه ډول مرستې د ښوونیز وضعیت ښه والي او د ښوونځیو د زدهکوونکو د زدهکړې کچې په لوړولو کې اغېزمنې وبللې.
