په هلمند ولایت کې بېوزلو زده‌کوونکو ته د درسي موادو وېش ترسره شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۵:۳۵
SDA

د هلمند ولایت په ۱۵ ولسوالیو کې د ۱۳۲۰ تنه بېوزلو زده‌کوونکو لپاره، د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ د تقویتي زده‌کړو ټولګي جوړ شوي دي.
له دغو ټولګیو سره هم‌مهاله، د یاد بنسټ له لوري زده‌کوونکو ته ۳۵ کڅوړې مرستندویه درسي توکي او ۴۰۶۶ ټوکه درسي کتابونه هم وېشل شوي دي.
د پورته ذکر شویو مرستو موخه د زده‌کوونکو د زده‌کړو بهیر پیاوړتیا، د زده‌کړو لپاره د لا غوره اسانتیاوو برابرول او د بېوزلو زده‌کوونکو ملاتړ دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي په پروان کې د درېیو ولایتونو د مدارسو او دارالحفاظونو له مهتممینو سره مشورتي غونډه وکړه

د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي پروان ولایت ته د یوه ورځني سفر په ترڅ کې د پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو د مدارسو او دارالحفاظونو له مهتممینو سره مشورتي غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۵
Background image

په غزني کې د یوه ښوونځي څلور درسي ټولګي او لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د غزني ولایت مرکز اړوند شهرکهنه ښوونځي څلور ترمیم شوي درسي ټولګي او یو نوی جوړ شوی د والیبال لوبغالی، د یاد ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
دغه چارې د زده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲
Background image

په هرات کې یو شمېر ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې روزنیزه برنامه پیل شوه

د هرات ولایت د ادرسکن، کرخ، کشک کهنه، چشت شریف او اوبې ولسوالیو د ساینس او ریاضیاتو ۱۰۳ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو. . .

BACK TO NEWS