په هلمند ولایت کې د څه باندې نیم مېلیون افغانیو په لګښت د ښوونځي د غونډو تالار پرانیستل شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۵:۱۶
55145

د هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ اړوند ډاکټر محمد خان خروټي ښوونځي د غونډو تالار د یو خیریه بنسټ په همکارۍ د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد عوض انصاري او د دغه پروګرام د آمرینو په حضور کې پرانیستل شو.

دغه تالار چې د ۵۸۶ زره ۵۰۰ افغانیو په لګښت جوړ شوی، ۲۱۷ پایې څوکۍ، ۹ پایې یو کسیزه کوچونه، ۵ پایې د چای مېزونه او ۱۲۰ متره پردې لري.

د پوهنې رئیس په یوه وینا کې د یاد بنسټ د ملاتړ او صادقانه همکارۍ څخه مننه څرګنده کړه.

نوموړي په ​​شتمنو اشخاصو هم غږ وکړ چې د تعلیمي ادارو د پراختیا لپاره مالي ملاتړ وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS