په هلمند کې زدهکوونکو او ښوونکو ته د مرستندویه ښوونیزو توکو وېش بهیر پیل شو
د ګرمو سیمو او ولایتونو د نوي ښوونیز کال د پیل په مناسبت، د هلمند ولایت د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو زدهکوونکو او ښوونکو ته د قرطاسیې او ښوونیزو مرستندویه کڅوړو وېش بهیر پیل شو.
یادې بستې څه موده وړاندې د یوه همکار بنسټ له لوري د هلمند پوهنې ریاست ته سپارل شوې وې، چې پکې د لومړي تر شپږم ټولګي پورې د شاوخوا ۱۲۷ زره ۴۰ تنو زدهکوونکو لپاره ۶۳۵۲ کڅوړې قرطاسیه، د ښوونکو لپاره ۳۱۵۱ کڅوړې ښوونیز مرستندویه توکي او د ښوونځیو لپاره ۳۶۷ بستې اداري توکي شامل دي.
