په ټول هېواد کې له ښوونیزنظام سره د خلکو مادي او معنوي همکارۍ دوام لري
د بادغیس ولایت د پوهنې ریاست مسئولین وايي، چې د هېواد له ښوونیز نظام سره د خلکو د مادي او معنوي مرستو په دوام، په روان ۱۴۰۲ لمریز کال کې د پوهنې مینوالو ټولټال ۱۸ زره او ۶۶۵ متره مربع شخصي ځمکه، د یاد ولایت پوهنې ریاست ته د (۱۱) ښوونیزو بنسټونو لپاره د ودانیو جوړولو په موخه، وقف کړې ده.
د دوی په وینا د بادغیس پوهنې ریاست ته د ورکړل شوې ځمکې ټولیز بیه ۵ میلیونه ۲۹۲ زره ۵۰۰ افغانۍ ده.
د یاد ولایت د پوهنې رئیس د بادغیس د علم پال ولس له مرستو څخه قدرداني وکړه او دا یې صدقه جاریه نېک عمل وباله.
دغه راز نوموړي له عامو خلکو وغوښتل، تر څو د نوي ښوونیز کال (١٤٠٣لمریز) له پيل سره سم خپل ماشومان ښوونځيو او مدارسو ته واستوي او هغوی زده کړې ته وهڅوي.
