په پنجشېر ولایت کې څه د پاسه ۸۰ تنو ښوونکو لپاره مسلکي ورکشاپ پیل شو

د پنجشېر ولایت پوهنې ریاست د ۸۶ تنو ښوونکو لپاره "د اغېزمنې زدهکړې او وړتیا لوړولو" تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ له پوهنې سره د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ، د چارواکو او د پروګرامونو آمرینو په حضور کې پیل کړ.
د پوهنې ریاست د ښوونې او روزنې آمر د همدغه ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې وویل: "د بشري سرچینو د وړتیا لوړولو په اندازه بل هېڅ شی د پوهنې د پرمختګ په لاره کې برخلیکټاکونکی نه شي کېدای."
نوموړي د دغه ورکشاپ ګډونوالو ته هم یادونه وکړه چې یوازې تاسو کولی شئ د پوهنې کیفیت لوړولو او پیاوړي کولو کې مهم او بنسټیز رول ولوبوئ.