په پوهنې وزارت کې د نويو تشکیلاتي اصلاحاتو په اړه مطبوعاتي اعلامیه

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۱ - ۱۲:۳۴

د پوهنې وزارت، کابل: څرنګه چې زموږ ګران هیوادوال خبر دي څو ورځې وړاندې د جمهوري ریاست د مقام د حکم له لارې د تشکیلاتو د کره توب، د اداراتو د موثریت او ودې په موخه د پوهنې وزارت اصلاحي تشکیلات منظور شول.

د پوهنې وزارت دغه اقدام؛ په تیره د اسلامي زده کړو د معینیت په اړه په عامه اذهانو کې ځینې پوښتنې را پورته کړې دي چې په هیواد کې د اسلامي زده کړو د ودې په اړه د هغوی لوړ تعهد او احساس څرګندوي.

د پوهنې وزارت د دې هیواوالو پاکو احساساتو ته په درنښت اړینه بولي تر څو د دوی اندیښنو او پوښتنو ته توضیحات ورکړي چې: داسلامي زده کړو معینیت چې تر مشرۍ لاندې یې دارالعلومونه، دارالحفاظونه او دیني مدرسې فعالیت کوي، د پوهنې وزارت د جوړښت څخه نه ایستل شوی، نه مدغم شوی او نه هم په حج او اوقافو وزارت پورې تړل شوی دی؛ بلکې دا تشه ډنډوره ده، چې دغه موضوع پرون د یوه مطبوعاتي کنفرانس له لارې د پوهنې وزارت د سرپرستې وزیرې له خوا شریکه شوه.

د پوهنې وزارت مشرتابه ټولو هیوادوالو ته ډاډ ورکوي؛ چې په تشکیلاتو کې اصلاحي بدلونونه کومه سیاسي موخه نه لري، بلکې د یوه دیني او هیوادنۍ مینې له کبله ترسره شوي. چې د خپلو مرکزي تشکیلاتو په راټولولو سره د پوهنې متوازنه پراختیا، خدماتو وړاندې کول او په ټولو ښوونیزو بنسټونو کې د سرچینو عادلانه وېش تضمینوي او زموږ هیوادوال به د هیواد په ښوونیز نظام کې د پراخو، موثرو او واحدو کړنلارو پر بنسټ د سترو لاسته راوړنو شاهدان وي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS