په پکتيکا ولايت کې د يو باب مدرسې د نوې ودانۍ چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۰:۲۸
سیلی

د پکتیکا ولایت د پوهنې مسؤلینو په وینا، د یاد ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند په شابدیني کلي کې د امدادالعلوم مدرسې د نوې ودانۍ چارې شاوخوا ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي او ټاکل شوې چې په نیږدې راتلونکي کې د زده کوونکو لپاره ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

مدرسې د دغه نوې ودانۍ په جوړېدو ټولټال ۴۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی، چې دسروبي ولسوالۍ د پوهنې مينه والو له لوري ورکړل شوی دی.

د یادې مدرسې د ودانیزو چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۳۵ تنو زده کوونکو ته د زده کړې خوندي چاپېریال برابر شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۶
Background image

پکتیکا ولایت کې د ۱۸۲ تنو ښوونکو لپاره د «ویفس» پروګرام په اړه سیمینار پیل شو 

د یوې خیریه ادارې له خوا د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست کې د ۹۱ بابه ښوونځیو د ۱۹۲ تنو ښوونکو لپاره د «ویفس» پروګرام په اړه دوه ورځنی سیمینار پیل شو.
د ياد ولایت پوهنې رئیس، محترم مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ښوونکو لپاره «د اغېزمن تدریس» مسلکي ورکشاپ جوړ شو 

د لغمان ولایت مهترلام ښار اړوند د ۱۴بابه ښوونځیو ښوونکو لپاره د «اغېزمن تدریس» تر سرلیک لاندې درې ورځنی ورکشاپ، د ښوونکو د مسلکي پراختیا علمي غړو له لوري، د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۱
Background image

په بادغیس ولایت کې د ښوونځیو شوراګانو غړو لپاره سیمینار جوړ شو 

د بادغیس ولایت د ښار ښوونځیو د شوراګانو ۷۸ غړو لپاره د عامه پوهاوي دوه ورځنی سیمینار ترسره شو.
د دغه پروګرام له جوړېدو موخه د ښوونځیو شوراګانو د غړو پوهاوي کچې لوړول دي، څو په ښوونځیو. . .

BACK TO NEWS