په پکتیکا ولایت کې د مدارسو او ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ د «ا.مارت پېژندنې» سیالۍ ترسره شوې
![sgf](/sites/default/files/2024-07/449639112_447875931573669_3214249079697959199_n.jpg)
د پکتيکا ولايت بکخېل ولسوالۍ د مدارسو او ښوونځيو د ۲۵۰ تنو زده کوونکو ترمنځ د «ا.مارت پېژندنې» سيالۍ پيل شوې.
د پوهنې پر مسئولینو سربېره، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یو شمېر چارواکو او د یادې ولسوالۍ یو شمېر سیمه ییزو مسېئولینو، ښوونکو او استادانو هم د یادو سیالیو له بهیر څخه له نیږدې څارنه وکړه.
د چارواكو په وينا، د دا ډول سياليو له پيلولو يې اساسي موخه، د افغانستان د شل کلن سپېڅلي او برحق جهاد څخه د ځوانانو خبرول دي.