په پکتیکا کې د ښوونکو، مدیرانو او سرښوونکو لپاره روزنیزه برنامه پیل شوه
د پکتیکا ولایت په مرکز سربېره یوسفخېلو، مټاخان او سروبي ولسوالیو کې د ۱۲۰ تنو ښوونکو، مدیرانو او سرښوونکو لپاره د «اغېزمنې زدهکړې» تر سرلیک لاندې اته ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو.
یاد پروګرام د پوهنې وزارت له لوري د ښوونکو د مسلکي وړتيا لوړولو او د اغېزمنو تدریسي لارو چارو په اړه د هغوی د پوهې او مهارتونو د پراختیا په موخه په لاره اچول شوی دی.
