په پکتیکا کې د یوه ښوونځي لپاره د څښاک پاکو اوبو برابرولو چارې پیل شوې
د پکتیکا ولایت سرروضې ولسوالۍ اړوند ګلردین لومړني ښوونځي کې د ۴۵ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو د یوې څاه د کیندلو چارې پیل شوې.
یاد څاه د سیمې د خلکو په مالي مرسته د زدهکوونکو لپاره د پاکو اوبو برابرولو په موخه کیندل کېږي.
