په ښوونیزو ادارو کې د جنسي تاوتریخوالي د مخنیوي ورکشاپ د پوهنې وزیر په شتون کې پرانستل شو

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۸ - ۱۵:۳۳
په ښوونیزو ادارو کې د جنسي تاوتریخوالي د مخنیوي ورکشاپ د پوهنې وزیر په شتون کې پرانستل شو.

پوهنې وزارت- کابل: په ښوونیزو ادارو کې د جنسي ځورونې د مخنیوي ورکشاپ د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي، وزارت مشرتابه، په افغانستان کې د بانګ جهاني اجرائیه رئیسې هما زهرا فتوحي او د اړوندو وزارتونو آستازو په شتون کې په کابل کې د نړیوال بانک په مرکزي دفتر کې ترسره شو.

د ورکشاپ هدف د اوسني وضعیت معاینه کول، په ښوونځیو او ښوونیزو ادارو کې دجنسیتي تاوتریخوالي د مخنیوي په هدف د ګډو پروګرامونو وړاندې کول و.

د دې پروګرام په پیل کې ، پوهنې وزیر د ښوونې او روزنې کیفیت او د ماشومانو د روزنې په اړه د نړیوال بانک له مرستې څخه مننه وکړه او په ښوونځیو کې یې د معافیت د زیاتوالي او همدارنګه د ښوونکو د چلند د تنظیم په برخه کې له مقررې څخه خبر ورکړ.
د عمومي زده کړو معین محمد ابراهیم شینواري د دې ورکشاف پرانستل، د ښوونې او روزنې د سیستم کیفیت لوړول او د ښوونیزو بنسټونو معافیت ډیروالي د پوهنې وزارت د مهمو دندو په توګه تشریح کړل او د ورکشاپ د پایلو او د دې عملیاتي پلان پلي کیدو ته یې هیله څرګنده کړې.

په افغانستان کې د نړیوال بانک اجرائیه رئیسې هما زهرا فتوهي هم د ماشومانو د ښوونې او روزنې په هدف د پوهنې له وزارت سره د همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ، او یادونه یې وکړه چې نړیوال بانک هم په ښوونیز چاپیریال کې د جنسي تاوتریخوالي په اړه د پوهاوي په لوړولو کې د پوهنې وزارت سره همکار دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS