په کابل ولایت کې د څه کم ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي ودانۍ بیاورغول شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۱۴:۵۱
325

د کابل ښار نهمې ناحیې اړوند دستاري لېسې بیارغونې او ترمیم چارې، چې څه موده وړاندې د یو تن علم پروره شخصیت لخوا، د ۸۰ زره افغانیو په مالي مرسته پیل شوی وې، بشپړې او د کابل ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.

د یادونې وړ ده چې د دغه ښوونځي منسوبینو او د والدینو شورا د هېواد بچیانو لپاره د خوندي او سالم چاپېریال چمتو کولو په برخه کې د پوهنې وزارت له کړنو څخه خوښي څرګنده کړه.

د پوهنې وزارت مشرتابه هم د هېواد علم پروره خلکو له مادي او معنوي ملاتړ څخه مننه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS