په کابل ولایت کې له پوهنې سره ۵۰۰ زره افغانۍ مرسته وشوه
د کابل ولايت پوهنې رئيس مولوي عبدالحق حقاني د یاد ولايت ميربچه کوټ ولسوالۍ له ښوونځيو څخه د ليدنې پر مهال وويل: د هېواد یو تن علم پروره شخصیت، يو شمېر ښوونيز توکي لکه؛ ١٢٠ پایې څوکۍ، توش قلمونه او تختې د میربچه کوټ ولسوالی د شیخان بقا بیک منځني ښوونځي لپاره وپېرلې او هم یې د یاد ښوونځي د احاطوي دېوال جوړولو چاری په خپله غاړې واخیستې، چې ټولیز لګښت یې ۵۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.
د پوهنې وزارت مشرتابه د دغو مرستو له امله له خپلو هېوادوالو څخه مننه او قدرداني کوي.