په کابل ولایت کې له کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه
له بېرته راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینو د لړۍ په دوام، د کابل ولایت پوهنې ریاست د یادو ماشومانو د تعلیمي کچې معلومولو په موخه، د کابل ولایت په څوارلسو ولسوالیو کې له ۲۴۷ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
ټاکل شوې ده چې د تعلیمي سویې له تثبیت وروسته، یاد ماشومان د زده کړو د دوام لپاره د ښوونځیو له اووم څخه تر یوولسمو ټولګیو کې جذب شي.
