په کابل ښار پوهنې ریاست کې د ۳،۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت د بیارغونې پروژې پیل شوې

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۰:۵۰
nmnbvb

د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني له لوري د یو شمېر مسئولینو په حضور کې، د یاد ریاست اړوند د بیارغونې چارې په رسمي ډول پیل شوې.

په یادو پروژو کې د ودانیو ترمیم، رنګول او د انګړ کانګرېټ کول شامل دي.

د همدغو رغنیزو پروژو ټولیز لګښت ۳.۵ مېلیونه افغانۍ اټکل شوی، چې د پوهنې وزارت له بودیجې څخه تمویلېږي.

د کابل ښار پوهنې رئيس د يادو پروژو د پرانيستې په مراسمو کې وویل، د پوهنې وزارت ژمن دی تر څو مراجعینو ته په اداري چارو کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي.

د یادونې وړ ده چې د همدغو پروژو رغنیزې چارې به د یوې میاشتې په ترڅ کې بشپړې او ګتې اخیستنې ته چمتو شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۲۵
Background image

د کتاب له نندارتون څخه د استادانو، ښوونکو او د مدارسو او ښوونځیو د طلابو او زده‌کوونکو لیدنې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

د کابل ښار د امارتي او خصوصي مدارسو او ښوونځيو ټولو درنو استادانو، ښوونکو، طلابو او زده‌کوونکو ته په درنښت خبر ورکول کېږي، چې د زمري میاشتې د ۲۴مې او ۲۸مې نېټو په مناسبت د کتاب فرهنګي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۲۱
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې مهمو خبرونو لنډیز

۱- د کابل ښار په رابيا عالي لېسه کې د زمري ۲۴مه، ( د اسلامي ا/مارت اتلو م/جاهدينو په لاس د افغانستان د فتحې ورځ) د کابل ښار پوهنې رٸيس، د څلورمې، یوولسمې، پنځلسمې او اوولسمې ښوونیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۱۹
Background image

د کابل ښار په رابيا عالي لېسه کې د فتحې ورځې په ویاړ شانداره مراسم ترسره شول

د کابل ښار په رابيا عالي لېسه کې د زمري ۲۴مه، ( د اسلامي ا/مارت اتلو م/جاهدينو په لاس د افغانستان د فتحې ورځ) د کابل ښار پوهنې رٸيس، د څلورمې، یوولسمې، پنځلسمې او اوولسمې ښوونیزو ناحیو. . .

BACK TO NEWS