په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د مسلکي مهارتونو روزنیزه ناسته پیل شوه
د کابل ښار د ښوونځیو ۱۳۸ تنو ښوونکو ته د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د صنفي اصولو مدیریت په اړه درې ورځنۍ روزنیزه ناسته د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ پیل شوه.
د دغې روزنیزې ناستې موخه د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو پیاوړتیا، د صنفي مدیریت مهارتونو لوړول او د زدهکوونکو د زدهکړو کیفیت ښه کول دي.
د کابل ښار پوهنې رئیس مولوي حسیبالله صاحبزاده، د ښوونکو مسلکي وړتیاوو لوړول د ښوونې او روزنې د کیفیت ښه والي اساسي اصل وباله او د ورته روزنیزو ناستو جوړول یې د ښوونکو لپاره مهم او ګټور وبلل.
