په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د مسلکي مهارتونو روزنیزه ناسته پیل شوه

media-moe
Sat, Jun 13 2026 1:21 PM
56465

د کابل ښار د ښوونځیو ۱۳۸ تنو ښوونکو ته د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د صنفي اصولو مدیریت په اړه درې ورځنۍ روزنیزه ناسته د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ پیل شوه.
د دغې روزنیزې ناستې موخه د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو پیاوړتیا، د صنفي مدیریت مهارتونو لوړول او د زده‌کوونکو د زده‌کړو کیفیت ښه کول دي.
د کابل ښار پوهنې رئیس مولوي حسیب‌الله صاحب‌زاده، د ښوونکو مسلکي وړتیاوو لوړول د ښوونې او روزنې د کیفیت ښه والي اساسي اصل وباله او د ورته روزنیزو ناستو جوړول یې د ښوونکو لپاره مهم او ګټور وبلل.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS