په کندز ولایت کې د شمال زون د ښوونکو روزنې او مسلکي پراختیا ۵۴۸ تنو علمي غړو لپاره د وړتیا لوړونې ورکشاپ پیل شو

د کندز ولایت پوهنې ریاست کې د بدخشان، تخار، بغلان او کندز ولایتونو د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاستونو ۵۴۸ تنو علمي غړو لپاره "د افکارو روښنایۍ ښوونیز او لارښود پروګرام" تر عنوان لاندې ۴ ورځنی ورکشاپ پیل شو.
په هغه غونډه کې چې د دغه پروګرام پرانیستلو په موخه جوړه شوې وه، د پوهنې وزارت د مسلکي پراختیا رئیس مولوي محمد ابراهیم عمري، د اړوندو ولایتونو پوهنې مسئولینو او د یو شمېر سیمه ییزو ادارو چارواکو ګډون درلود.
د کندز ولایت پوهنې مسئولینو د معلوماتو له مخې، دغه ورکشاپ د یاد ولایت د ښوونکو د مسلکي پراختیا په برخه کې د علمي غړو د دندو او مسئولیتونو د تشرېح په موخه په لاره اچول شوی؛ تر څو ګډون وال د خپلو دندو او وړتیاوو سره په بشپړه توګه آشنا شي.