په کندوز کې د زدهکوونکو ترمنځ د سیرتالنبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه
د کندوز ولایت پوهنې ریاست د الاعتصام فکري او کلتوري ادارې په همکارۍ، د دشت ارچي او کلباد ولسوالیو د شاوخوا ۱۳۵۰ تنو زدهکوونکو ترمنځ د سیرتالنبي ﷺ ستره سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د پوهنې مسوولینو په حضور کې د علمي پلاوي له لوري په روڼ او شفاف ډول جوړه شوه.
د یادونې وړ ده چې د زدهکوونکو د هڅونې په موخه، له لومړي تر شلم مقام ګټونکو ته کمپیوټرونه، بایسکلونه، د فجر لاسي ساعتونه او یو شمېر نورې ارزښتناکې ډالۍ ورکړل شوې.
