پوهنې وزارت، "USAID" او "Asia Foundation" درې اړخیزه لیدنه د خصوصي ښوونځیو وړتیا او پرمختګ په هکله تر سره شوه
پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزارت، "USAID" او "Asia Foundation" په دې دري اړخیزه لیدنه کې د خصوصي ښوونځيو وړټيا لوړولو او پرمختګ په هکله خبري وکړي.
دا لیدنه چې نن د زمري ۷ مه پوهنې وزارت کې تر سره شوه؛ په افغانستان کې د بهرنیو هیوادونو ۵۰ تنو استازو په ګډون د خصوصي ښوونځیو نړیوال کنفرانس تر سره کیدلو موضوع په یاده غوڼده کې مطرح شوه.
د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي چې د دي غونډې مشري يې کوله، د دي نړیوال کنفرانس جوړیدو سره يي د موافقې تر څنګ یادونه وکړه چې د دې کنفرانس څخه به د خصوصي ښوونځیو فعالیتونو او وړتیاوو پراختیا په موخه مثبتې نتیجې لاسته راوړو.
همدارنګه په دې لیدنه کې د پوهنې وزیر ډاکتر بلخي، د USAID ښوونې او روزنې رئیس "پیتر کرونن" او د Asia Foundation استازي په ټول افغانستان کې د ښوونې او روزنې خدمتونو پراختیا لپاره د لا زیاتو ګډو همکاریو زمینې و څیړلې.
