پوهنې وزارت کې د قرآن کریم د نزول په مناسبت پرتمینه غونډه جوړه شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۲:۵۳
12

نن د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت لخوا، د قرآن کریم د نزول په مناسبت پرتمینه غونډه ترسره شوه.
په یادو مراسمو کې د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس مولوي عبدالرزاق "صدیق"، د څارنې او ارزونې رئیس مفتي عبدالولي "سداد" مسئولینو، علماءکرامو او منسوبینو ګډون درلود.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس ټولو ګډون والو او مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د قرآن کریم د نزول او روژې مبارکې میاشتې د عظمت او فضیلت په تړاو هراړخیز معلومات وړاندې کړل او څرګنده یې کړه: قرآن کریم هغه کتاب دی چې پواسطه یې موږ د دنیا او آخرت بریالیتوبونو ته رسېږو.
همدارنګه نوموړي د دغه عظیم الهي کلام په بشپړې زده کړې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، پر موږ لازمه ده چې لومړی قرآن کریم زده او بیا یې په ژوند کې عملي کړو.
دغه راز د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس مفتي عبدالولي "سداد" د قرآن کریم د نزول په هکله تفصیلي خبرې وکړې او په دغه عظیم کلام باندې یې پر بشپړ عمل کولو ټینګار وکړ.
د یادو مراسمو پرمهال، یو شمېر جیدو قاري صاحبانو، د قرآن کریم د تجوید او قرائت په اړه معلومات وړاندې کړل او په خپلو ښکلو طلایي غږونو سره یې د قرآن کریم مبارک آیتونه تلاوت کړل، چې ورسره د دغه محفل فضا لاپسې ښکلې او رنګینه شوه. 
دغه مهم مراسم په مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۲:۳۱
Background image

پکتیکا کې د یوې دیني مدرسې د ترمیم او بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د قومي مشرانو او مهتممانو په مالي ملاتړ د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې مدرسې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۲:۲۷
Background image

په هرات کې د یوه ښوونځي لپاره د ۶ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د مناسب ښوونیز چاپېریال برابرولو او د درسي ټولګیو د کمښت ستونزې حل په موخه، د هرات ولایت زنده‌جان ولسوالۍ اړوند چهاردره لېسې لپاره د ۶ درسي ټولګیو جوړولو چارې د یاد ښوونځي د شورا د غړو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۵۶
Background image

د بدخشان ولایت په خواهان ولسوالۍ کې د دوه بابه مدارسو له ودانیزو چاروڅخه لیدنه وشوه

د دیني مدارسو د ښوونیزو، ودانیزو او اداري فعالیتونو له بهیر څخه د څارنې په موخه، د بدخشان ولایت خواهان ولسوالۍ اړوند له امام ابوحنیفه (رحمه‌الله) او احیاءالعلوم مدارسو څخه لیدنه وشوه او. . .

BACK TO NEWS