پوهنې وزارت کې د ماشوم نړيواله ورځ ولمانځل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۱ - ۱۷:۲۱
پوهنې وزارت کې د ماشوم نړيواله ورځ ولمانځل شوه

د ماشوم نړيواله ورځ، د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګينې حميدي، د عامه اړيکو او پوهاوي رئيسې آغلې ليلا ساماني، ځينې مرکزي رئيسانو، ماشومانو او د کودکستان د ښوونکو په ګډون سره، د پوهنې وزارت انګړ کې ولمانځل شوه.

د پوهنې وزارت سرپرستې ميرمن رنګينې حميدي د ماشوم د نړيوالې ورځې په پار د هيواد ټولو ماشومانو او په ځانګړي ډول د ياد وزارت د وړکتون ماشومانو او د هغوى ميندو ته مبارکي ورکړه، په ډاکه يې کړه: د نن ورځې ماشومانو د سبا جوړونکي او رهبران دي.

نوموړې زياته کړه، د هيواد ولسمشر او د پوهنې وزارت رهبري ژمنه ده چې د هيواد د بچيو په روزنه کې به هر ډول هلې ځلې کوي او هڅه کوي چې د ښوونې او روزنې برخه کې د نويو طرحو په پلي کولو سره، د هيواد هر ماشوم په راتلونکي کې يو ځوان علمي کادر اوسي، څو په راتلونکي کې ه هيواد په آبادۍ او ښيرازۍ کې خپل فردي او ملي دنده پر ځاى کړي.

د غونډې په ترڅ کې ياد ماشومان د آغلې رنګينې حميدي لخوا د ډاليو په ورکړې سره ونازول شول.

په پاى د پوهنې وزارت د وړکتون يوې ښوونکې د ياد وړکتون د ښوونکو په استازولي د موضوع اړوند خبرې وکړې او د پوهنې وزارت له مشرتابه يې مننه وکړه چې وړکتون او د ماشومانو روزنې ته پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS