پوهنې وزیر د نتایجو او شهادتنامو له ریاست څخه په ناڅاپي ډول لیدنه وکړه

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۶ - ۱۴:۳۶
پوهنې وزیر د نتایجو او شهادتنامو له ریاست څخه په ناڅاپي ډول لیدنه وکړه

پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د مراجعینو چارو رسیدو میکانیزم څیړلو او د مدیریتي او ځواب ورکونې سیستم تیرو ستونزو له مینځه وړلو لپاره له خبرتیا پرته د نتایجو او شهادتنامو ریاست څخه لیدنه وکړه.
پوهنې وزیر د شهادتنامو ریاست د فارغینو،هیواد څخه بهر زده کوونکو او شهادتنامو برخو له لیدو وروسته ولس ته د حساب ورکونې او څواب وینې سیستم څخه بیاکتنه وکړه.
پدې لیدنه کې ډاکتر بلخي له خلکو سره له خبرو وروسته، د مراجعینو چارو پروخت سر ته رسیدو په موخه د شهادتنامو ریاست مختلفو برخو کارکونکو ته لازم هدایتونه ورکړل.
پوهنې وزیر به د اصلاحاتو راوستو، د مدیریت ښه والي او پراختیا او د یو شفافه او ځواب ویونکي سیستم په موخه به د پوهنې وزارت له ټولو برخو څخه لیدنه او څارنه وکړي.
د یادونې وړ ده چې له دې نه وړاندې پوهنې وزیر ډاکتر بلخي په ناڅاپې ډول د بشري سرچینو،د نتایجو او شهادتنامو ریاست،د کابل ښار پوهنې ریاست او یو شمیر ښوونځيو څځه لیدنه کړې او د ستونزو حل په موخه د مراجعینو په مینځ کې حاضر شوي وو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په بامیان ولايت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه  پيل شوه

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۱۴۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته کتنه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څارنیزو ټیمونو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د ياد وزارت له مرکزي هستې، د تألیف او ترجمې ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، دویمې او اوومې تعلیمي حوزو او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین «یتیم پالنه» کتاب دري ژبې ته وژباړل شو

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین، الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، درې کاله وړاندې چاپ شوی کتاب «یتیم پالنه» د فضل‌الله نیازي له خوا دري ژبې ته د «کفالت و سرپرستی یتیم» تر نوم لاندې وژباړل. . .

BACK TO NEWS