پوهنې وزیر د (2020 The Education World Forum) په نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه انګلستان هیواد ته په یوه رسمي سفر ولاړ.

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۹ - ۱۴:۰
پوهنې وزیر د (2020 The Education World Forum) په نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه انګلستان هیواد ته په یوه رسمي سفر ولاړ.

پوهنې وزارت ــ لندن: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د ښوونې او روزنې نړیوالې غونډې (2020 The Education World Forum) په نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه انګلستان هیواد ته سفر وکړ.

په دې نړیوال کنفرانس کې چې د د جنوري د میاشتې له ۱۹مې نیټې څخه تر ۲۲ نیټې (د مرغومي له ۲۹ څخه د سلواغې تر ۲مې) پورې په لندن کې تر سره کیږي، د نړۍ د ۱۰۰ هیوادونو وزیران او استازي د ښوونې او روزنې خدمتونو پراختیا او ښه والي او په ښوونیزو سیسټمونو کې د شته ننګونو ارزونې او همدارنګه په ښوونې او روزنې کې د نړیوالو نویو لارو چارو څخه د کارونې په اړه خبرې اترې کوي.

په پام کې ده چې د افغانستان پوهنې وزیر ډاکتر بلخي دې غونډې ته په خپله وینا کې، د افغانستان د ښوونې او روزنې حالت د نورو هیوادونو د پوهنې له وزیرانو او د ښوونې او روزنې نړیوالې غونډې له چارواکو سره او د ښوونې او روزنې له نویو لارو چارو څخه د افغانستان د ګټې اخیستنې د غورو لارو پیداکولو او د ښوونې او روزنې پراختیا په موخه شریک کړي.

همدارنګه په پام کې ده چې پوهنې وزیر په دې کنفرانس کې د ګډون کوونکو هیوادنو د پوهنې وزیرانو سره بیلابیلې لیدنې او په افغانستان کې د ماشومانو ښوونې او روزنې ملاتړ جلب او جذب په موخه د نړیوالو موسسو له چارواکو سره لیدنې ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS