پکتیا کې اداري کارکوونکو لپاره روزنیزه برنامه جوړه شوه
د اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو، د اداري چارو ښه تنظیم او د کاري مسوولیتونو اغېزمن ترسره کولو په موخه، د پکتیا ولایت پوهنې ریاست د یو شمېر نویو ګومارل شویو اداري کارکوونکو لپاره یو ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه کړه.
په دې برنامه کې ګډونوالو ته د راپور ورکولو، تدارکاتو، املاکو او احصایې په برخو کې اړین معلومات او لارښوونې وړاندې شوې.
