پکتیا کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه
د پکتیا ولایت د ساینسي مضمونونو ۱۲۶ تنو ښوونکو لپاره د تدریسي کیفیت لوړولو او د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو پیاوړتیا په موخه شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
په دې برنامه کې به ګډونوال د ساینسي مضمونونو د تدریس د نوې او اغېزمنې طریقې، درسي میتودونو، د زدهکوونکو علمي وړتیاوو لوړولو او د ښوونې او روزنې د بهیر لا اغېزمنتیا په برخو کې روزنه ترلاسه کړي.
