پکتیکا ولایت کې د څه باندې ۱۳۰ تنو ښوونکو لپاره ۱۴ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۱:۲۶
298

د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د ښوونې او روزنې د یوې همکارې ادارې په مرسته، د یاد ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې د ۱۳۳ تنو ښوونکو لپاره «د تدریس مېتود» تر عنوان لاندې ۱۴ ورځنی ورکشاپ پیل شو.

د پکتیکا پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد د خپلو خبرو پر مهال، دغه سیمینار د ښوونکو لپاره خورا ارزښتناک وباله او ویې ویل، دا ډول ورکشاپونو د ښوونکو د مهارتونو او د پوهنې کیفیت لا لوړوالي په برخه کې خورا اغېزمن تمامېدلی شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۴۹
Background image

بدخشان ولایت کې د شاوخوا ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ کېښودل شو

د بدخشان ولایت د یفتل پایین ولسوالۍ په کاسه‌تراش کلي کې د کاسه‌تراش لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد په حضور کې کېښودل شوه.
دغه ښوونځی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۴۷
Background image

سرپل ولایت کې د ۶۵۰ زره افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د سرپل ولایت سیدآباد ولسوالۍ اړوند «د منبع‌العلوم روحانیه» دیني مدرسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یادې ولسوالۍ پوهنې مسوولینو په حضور کې کېښودل شوه. دغه ودانۍ پر نیم جریب ځمکه کې، چې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۱۱
Background image

د لوګر ولایت په یو باب ښوونځي کې د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت بره‌کي برک ولسوالۍ د چهلتن منځني ښوونځي لپاره د ۵ بابه درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د معلوماتو له مخې، د دغو ټولګیو جوړولو لګښت شاوخوا ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د. . .

BACK TO NEWS