پکتیکا ولایت کې د ۲۴ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۴بابه ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړېږي

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۱:۲۴
255

د پکتیکا ولایت ورمې او تروې په سرحدي ولسوالیو کې د ملي بودیجې څخه د ۲۴ مېلیونه افغانیو په لګښت، د ۴ بابه ښوونځیو د ودانیو بنسټ ډبره د یاد ولایت د والي مولوي عبدالخالق عابد، پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد، منسوبینو او علماءکرامو په حضور کې کېښودل شوه.

په یادو مراسمو کې چې په جلا جلا توګه ترسره شول،مسئولينو د دغو تاسيساتو د جوړولو په ارزښت خبرې وکړې او له سيمه ييزو خلکو يې وغوښتل، چې د پوهنیز نظام لاپراختيا په برخه کې له پوهنې وزارت سره د همکاریو ترڅنګ، د یاد وزارت له پلانونو او پروګرامونو څخه هراړخیز ملاتړ وکړي.

ورپسې علماءکرامو او قومي مخورو هم په خپلو خبرو کې د يادو ښوونيزو مرکزونو په جوړېدو خوښي وښوده او د پوهنې وزارت څخه يې مننه وکړه، چې په سرحدي ولايتونو کې يې د زده کوونکو ستونزې هوارې کړې.

دغه راز هغوی د پوهنې مسئولینو سره ژمنه وکړه، چې د ښوونې او روزنې د مرکزونو د ساتنې او مراقبت په برخه کې به جدي پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS